CRI Online

شي جين پينګ د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جای ين سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 10:13:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جای ين سره ټلېفوني خبرې وکړې

شي جين پينګ وويل، ښاغلي مو جای ين لنډه موده مخکې په برياليتوب سره چين ته سفر کړی، چين له جنوبي کوريا سره د اړيکو د ښه والي په اړه خوشحال دی. چين غواړي په نوي کال کې له جنوبي کوريا سره ستراتيژيکې تبادلې او عملي همکاري پياوړې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې پرمخبوزي. چين په ښه توګه د پيونګ چانګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د تر سره کولو په اړه له جنوبي کوريا څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي مون جای ين رئيس شي ته د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ په جګپوړو خبرو اترو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه وروپېژندل او و يې ويل، جنوبي کوريا د کوريا ټاپووزمې مسئلې په هکله د چين مهم رول ته ډېره پاملرنه کوي. هغه په دې ترڅ کې د چين له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل، جنوبي کوريا غواړي د خبرو اترو له لارې د اړوندې مسئلې د حلولو او د سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره له چين سره په ګډه هڅې وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای