CRI Online

لي که چيانګ له کمبوديا څخه بېرته بېجينګ راستون شو

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 10:16:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ له دې وروسته چې په کمبوديا کې د لان څانګ جيانګ او مې ګونګ سيند پر غاړو د پرتو هېوادونو د همکارۍ په اړه د مشرانو په دوهمه غونډه کې يې ګډون کړی او له کمبوديا څخه يې ليدنه وکړه، د جنورۍ د ۱۱مې نېټې په شپه د ځانګړې الوتکې له لارې بېجينګ ته راستون شو.

صدراعظم لي که چيانګ د کمبوديا په پلازمينه پنوم پنه کې په څه باندې شلو دوه اړخيزو او څو اړخيزو خبرو اترو کې ګډون کړی دی. په ياده غونډه کې لي که چيانګ په بېلا بېلو ساحو کې د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا په اړه يو لړ وړانديزونه وړاندې کړي دي. له کمبوديا څخه د ليدنې په وخت کي لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د کمبوديا د حاکميت او خپلواکۍ درناوی کوي. دواړو خواوو ۱۹ همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای