CRI Online

چين به تر ۲۰۲۰ کال پورې د بې خنډه ترانسپورټ خدمتي سيستم په بنسټيزه توګه بشپړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 10:56:55

د چين د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د ترانسپورټ او انتقال وزارت څو ورځې مخکې له نورو څو ارګانونو سره د زړو کسانو او معيوبينو د ورتګ د ترانسپورټي خدمت د بشپړتيا د وړانديزونو په اړه يو سند خپور کړ چې له مخې يې تر ۲۰۳۵ کال پورې په چين کې د بې خنډه ترانسپورټ خدمتي سيستم د جوړېدو پروګرام ټاکل شوی دی.

په ياد سند کې دا وړاندې شوې چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د بې خنډه ترانسپورټ خدمتي سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شي او د اړوند خدمت سويه به په څرګنده توګه لوړه شي. تر ۲۰۳۵ کال پورې به دغه سيستم بشپړ شي چې د زړو کسانو او معيوبينو د ترانسپورتي اړتياوې په بنسټيزه توګه پوره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای