CRI Online

اروپايي اتحاديې، فرانسې، جرمني او بريتانيا: د ايران اټومي تړون بايد پلی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 10:57:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوري په ۱۱مه نېټه په بروکسيل کې د ايران له خارجه وزير جواد زريف سره د خبرو اترو وروسته، د اروپايي اتحاديې د ديپلوماتيکې او امنيتي پاليسۍ لوړ پوړي استازې موغېريني، د فرانسې خارجه وزير دريان، د جرمني خارجه وزير ګابريل او د بريتانيا خارجه وزيرجوهنسن سره وکتل، چې اروپايي اتحاديه او غړي هېوادونه به په ټينګه توګه د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون وساتي او پلې کړي.

موغېريني وويل، د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي په ۹ اسنادو کې دا تائيد کړې چې ايران د ياد تړون له مخې خپله ژمنه پوره کړې ده.

هغې هم وويل، بالستيکو توغندو ته د ايران لخوا وده ورکول او سيمه ييز خړپړ وضيعت د ايران تر اټومي تړون لاندې نه دی، نو اروپايي اتحاديه به يې د نورو چارو او فرمونو په وسيله حل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای