CRI Online

IOC به په ۲۰مه نېټه يوه څلوراړخيزه غونډه پرانيزي چې په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون د يو لړ چارو په اړه بحث وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 11:00:19
 د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت کې د جنوري په ۱۰مه نېټه، د اولمپيک نړيوالې کمېټې، يعنې IOC، مشر توماس باخ وويل چې په ۲۰مه نېټه به يوه څلوراړخيزه غونډه د IOC په مقر کې شروع شي، کوم چې د سويس په لاوساني ښار کې ده چې پکې به د پيونګ چانګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون د يو لړ چارو په اړه بحث وشي.

سره له دې چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د پيونګ چانګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د نومونو ثبتول پای ته رسېدلي دي، خو IOC به د نومونو د ثبتولو وخت وځنډوي تر څو د شمالي کوريا د لوبغاړو له ګډون څخه ملاتړ وکړي او هيله لري چې په دې اولمپيک ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا نور زيات لوبغاړي وګوري.

په IOC کې د شمالي کوريا غړي چانګ ونګ په ځايي وخت په ۸مه نېټه سويس ته ورسېد او په ۱۰مه نېټه په لاوساني ښار کې يې له باخ سره ليدنه وکړه چې د ګډون کونکو لوبو او د هئيت د پيمانې په اړه يې بحث وکړ.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای