CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې دوهمه عمومي غونډه به ژر ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 14:45:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جنورۍ په ۱۲مه نېټه يوه ناسته جوړه کړه چې ګډون کوونکو د اساسي قانون د ځينو محتوياتو د تعديل په اړه د وړانديزونو څېړنې وکړې. عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې دوهمه عمومي غونډه به د روانې مياشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شي.

يادې سياسي بيورو په دې ناسته کې د اساسي قانون د ځينو محتوياتو د تعديل وړانديزونو د سند په اړه د کمونېست ګوند په دننه او بهر کې راغونډې شوې نظريې واورېدلې او پرېکړه يې وکړه چې په دې ناسته کې تعديل شوی سند به د چين د کمونيست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې دوهمې عمومي غونډې ته وړاندې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای