CRI Online

د فرانسې ولسمشر ماکرون: د ايران اټومي تړون بايد په ټينګ ډول پلی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 15:53:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوري په ۱۱مه نېټه د فرانسې ولسمشري ادارې په اعلاميه کې ويلي،چې د فرانسې ولسمشر ماکرون په همدې ورځ د امريکا له ولسمشر ټرمپ سره په تليفون کې د ايران او کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې. ماکرون وويل چې د ايران اټومي تړون بايد په ټينګ ډول پلی شي.

په ياده اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې ماکرون په دې خبرواترو کې د ايران اټومي تړون مهم ارزښت تائيد کړ او و يې ويل چې بايد له ايران سره د توعنديو پلان او د سيمه ييزې پاليسۍ په اړه نور ډيالوګ ټينګ کړي تر څو د منځني ختيڅ سيمې ثبات وساتي.

ماکرون او ټرمپ هم د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې. ماکرون وويل، د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ د اړيکو بيا ټينګېدل يو مثبت پيغام دی. د ده په اند، د م م د امنيت شورا د ټينګ دريځ ساتل د کوريا ټاپووزمې د ذروي د مسئلو د سياسي حل لپاره ګټور دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای