CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې د چين د مادي وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۷ زرو اوو سوو نوي ملياردو يوانو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 16:08:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنورۍ په ۱۲مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ۲۰۱۷ کال کې د چين د مادي وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۷ زرو اوو سوو نوي ملياردو يوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۱۶ کال په نسبت څوارلس اعشاريه دوه سلنه زيات شوي، دغه راز په تېرو دوو کلونو کې د دغه شمېر د ټيټېدونکي تمايل مخنيوی هم شوی دی.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې وياند وويل، تېر کال له امريکا، اروپا او اسيان سره د چين واردات او صادرات زيات شوي چې ارزښت يې د چين د وارداتو او صادراتو د عمومي ارزښت څه باندې څلوېښت سلنه نيولی. په عين وخت کې له روسيې، پولنډ او قزاقستان سره د چين واردات او صادرات هم زيات شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای