CRI Online

چين په برياليتوب سره د بې دو په نوم دوه سپوږمکۍ وتوغولې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 16:11:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ۱۲مه نېټه چين په برياليتوب سره د شي چانګ د توغندي توغولو په مرکز کې د CZ-3په نوم راکټ له لارې د بې دو په نوم ۲۶مه او ۲۷مه لارښوونکې سپوږمکۍ وتوغولې.

د دغو سپوږمکيو توغونه په ۲۰۱۸ کال کې د بې دو سپوږمکۍ د لارښوونکي سيستم په اړه لومړی ځل توغونه ده او ور پسې به د بې دو په نوم يو لړ نورې سپوږمکۍ وتوغول شي. د پلان له مخې، د بې دو دغه سيستم به د ۲۰۱۸ کال په پای کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته خدمتونه برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای