CRI Online

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په جدي توګه د ګوند ادارې ته به ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 16:28:43

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي ،د چين د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې د يوولسمې نيټې په سهار د چين د کمونېست ګوند د ١٩م مرکزي ډسپلين څارونکې کميټې په دوهمه غونډه کې مهمه وينا وکړه او پکې يې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د ځانګړي خصوصيت لرونکي سوسياليزم په نوې زمانه کې سترې چارې بايد د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې تر سره شي، نو د چين کمونېست ګوند بايد نوې بڼه وښيي او نوې کړنې تر سره کړي. په هر اړخيزه توګه دې د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيه پلې شي،بايد په جدي او هر ا ړخيزه توګه د ګوند ادارې ته ادامه ور کړی شي.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه ،دا چې په جدي توګه بايد د ګوند ادارې ته ادامه ور کړي شي،نو ترڅنګ يې بايد په هر اړخيزه توګه د چين کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيه پلی شي او په نوې زمانه کې دې د چين د ځانګړي خصوصيت لرونکي سوسياليزم د نظريې تر لارښوونې لاندې څلور افکارې پياوړې شي او څلور ځاني باورونه ټينګ شي.بايد د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په هر اړخيزه توګه د ګوندي سياست په شمول د بېلا بېلو نظامونو ابادولو او د فساد پر ضد مبارزې ته دوام ور کړی شي تر څو ګوندي سياسي فضا نوره ښه او د ګوند ابتکاري او جنګي توان پياوړی شي او د يوې نسبتأشتمنې ټولنې او سوسياليستي عصري هېواد د ابادولو لپاره ضمانت برابر شي.هغه وويل (اواز..........)د چين د کمونېست ګوند ابادول يوه ستره پروژه ده او هم د ستر خوب د رښتيا کولو لپاره بنستيز ضمانت ګڼل کيږي. په هر اړخيزه توګه د ګوند د جدي ادارې لپاره د چين د کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار وشي چې تر ټولو بنسټيز ټکی يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې پر واک او ډله ييزې مشرۍ ټينګار کول دي.مونږ بايد د اوسني فرصت په کارولو سره په اوږده موده کې ګوندي واکمن توان پياوړی او ګوندي مخکښه سويه لوړه کړو او ګوندي سپېڅلېتوب وساتو ترڅو د چين د کمونېست ګوند داسې ګوند وګرځي چې تل په زمانه کې مخکښ مقام نيسي،خلک ور څخه ملاتړ وکړي ، ډول ډول ستونزې ليری وکړي او خوځنده ځواک ور څخه ولري.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين د کمونېست ګوند له ١٨م ملي کانګرس وروسته مو په هراړخيزه او جدي توګه د ګوند ادارې ته ډېره پاملرنه کړې او له پخوانيو تجربو څخه په استفادې سره مو نوې تجربې او ښې پايلې تر لاسه کړې دي.هغه وويل(اواز.........) د لاسته راوړنو ګټل يو اسان کار نه دی،ځکه تجربې ارزښتناکې دي.نو بايد په راتلونکې اوږده موده کې پردې ټينګار وکړو . لومړی بايد پر عقيده ټينګارول د يوې بنسټيزې دندې په توګه وټاکو او د ګوندي ابادۍ په بېلا بېلو برخو کې دې نظامونه جوړ کړو.دوهم د خلکو د پاملرنې وړ مسئلو د حل وفصل ترڅنګ بايد عمومی پلانيز توان پياوړی کړو،درېيم د پراخو ګوندي غړو پر وړاندې د معمولي معيار د غوره کولو ترڅنګ د لږ شمېر مهمو کادرانو لپاره نور جدی معيار پلی کړو.څلورم بايدد واکونو او مسئوليت پر پيوستون ټينګار وکړو.پنځم په جدي توګه د ګوندي غړو د ادارې په عين وخت کې پرې باور هم ولرو.شپږم بايد د ګوند په دننه او بهر د ګوندي غړو پر څارنې ټينګار وکړو او په فعاله توګه خلکو ته د وړانديز کولو او د ګوندي غړو د نظارت لار هواره کړو.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې بايد په هر اړخيزه او جدي توګه د ګوند پر ادارې ټينګار وکړو چې دا نه بدلېدونکې وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای