CRI Online

د م م سرمنشي: مهاجرين د نړيوالې ټولنې لپاره فعال رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 16:27:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جنورۍ په ۱۱مه نېټه وويل، په نړيواله ټولنه کې مهاجرين فعال دي، د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه بايد د مهاجرينو لپاره زياتې قانوني لارې پرانيزي.

د م م اسامبلې په همدې ورځ يوه غيررسمي غونډه ترسره کړه او پکې د مهاجرينو مسئلې په هکله د ګوټريس راپور واورېدل شو. ګوټريس وويل، مهاجرين د نړيوالې ټولنې د اقتصادي پرمختګ او د بېلا بېلو ټولنو سره يو ځای کېدو هڅولی شي او د ټولنې نابرابرۍ د کمښت او د نفوسو ويشلو د تنطيم لپاره فعال رول لوبوي. مهاجرينو په خپلو کارونو او خپلو اصلي هېوادونو ته د پيسو ليږلو په وسيله د نړيوالې ټولنې د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

نوموړي له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د مهاجرينو د ادارې او ساتلو لپاره اړوند قوانين پياوړی کړي او د دوي پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای