CRI Online

امريکا به د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون تر څنګ پر دغه هېواد نور بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 16:29:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزير سټيون تيرنر منوچن د جنورۍ په ۱۱مه نېټه وويل، امريکا به د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون تر څنګ پر دغه هېواد نور بنديزونه ولګوي.

منوچن په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې وويل، د ايران د ذروي مسئلې په هکله امريکا څرګند دريځ لري چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون د ايران لخوا د بالستيک توغندي د ازموينې مخنيوی نه شي کولای، نو د دې تړون محتويات بايد تعديل شي.

د تېر کال په جنورۍ کې ډونالډ ټرمپ د امريکا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو راهيسې، د امريکا حکومت په دې پلمه چې ايران د بالستيک توغندي په جوړولو کې پرمختګ کړی، په پر له پسې توګه يې پر ايران فشارونه اچولي او اچوي يې. ايران په دې اړه بيا وايي، د توغندي تکنالوژۍ پرمختګ يې خپل قانوني حق دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای