CRI Online

جنوبي کوريا شمالي کوريا ته وړانديز وکړ چې د پيونک چانګ په ژمنيو المپيک لوبو کې د شمالي کوريا د پلاوي د ګډون په اړه خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 20:54:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنوبي کوريا د يووالي وزارت د جنورۍ په ۱۲مه نېټه وويل چې د جنوبي کوريا حکومت په همدې ورځ شمالي کوريا ته وړانديز وکړ چې د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې د سهار په لسو بجو په پانمونجون کې د پيونک چانګ په ژمنيو المپيک لوبو کې د شمالي کوريا د پلاوي د ګډون په اړه واقعي خبرې اترې وکړي.

جنوبي کوريا او شمالي کوريا د روانې مياشتې د ۹مې نېټې په شپه په پانمونجون کې لوړپوړې خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د پيونک چانګ په ژمنيو المپيک لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون او د دواړو خواوو د پوځي ارګانونو ترمنځ د خبرو اترو په اړه موافقې ته د رسېدو خبر يې ورکړی و. دواړو خواوو پر دې ټينګار کړی و چې په بېلا بېلو ساحو کې به خبرې اترې وکړي او د خبرو اترو له لارې به مسئلې حل کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای