CRI Online

په ټوله نړۍ کې د هېواد د ادارې په اړه د ښاغلي شي جين پينګ افکارو کتاب د دوهمې نسخې د چاپېدو شمېر له لس مليونه ټوکونو څخه زيات شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-13 15:42:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هېواد د ادارې په اړه د ښاغلي شي جين پينګ افکارو په نامه د کتاب دوهمه دوسيه چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي اطلاعاتي څانګې، د مدرک د څيړنې مرکزي دفتر او د چين د بهرنيو ژبو رياست لخوا تاليف شوې وه، د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۷مه نېټه د چين د بهرنيو ژبو د مطبعې لخوا په چيني او انګليسي ژبو په ټوله نړۍ کې خپره شوه. د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ تر ۱۲مې نېټې پورې په ټوله نړۍ کې د دغو نسخو د چاپيدو شمېر له لس مليونه ټوکونو څخه زيات شوی دی. دغه کتاب په نوې زمانه کې د ښاغلي شي جين پينګ د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي افکارو او د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د رويې د زده کولو لپاره يوه ښه تعليمي وسيله ده او د نړيوالې ټولنې لخوا د اوسني چين او د چين کمونېست ګوند په اړه د معلومات د تر لاسه کولو لپاره ښه کتاب دی.

پر چيني او انګليسي ژبو سر بېره، په نورو ژبو کې نسخې به په وار سره خپرې شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای