CRI Online

د م م د بشري حقوقو څانګې د کډوالو په اړه د امريکا د ولسمشر ټرمپ د نوې وينا غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-13 16:08:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو د لوړ پوړيو چارواکو دفتر وياند روپيرټ کولويل د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د افريقايي کډوالو په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې وينا د حيرانتيا وړ، بې عزتي اوله نژادي پرستۍ څخه ډکه ده.

د معلوماتو له مخې، ښاغلي ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه په يوه مشوره کې په خبرو کې وويل، چې ولې امريکا د هايتي او د افريقايي هېوادونو دومره زيات کډوال منلي دي چې داسې هېوادونه د ډيرانونو په شان دي، خو د ناروې په شان د هېوادونو کډوال نه مني؟

ښاغلي کولويل د ټرمپ د هغه خبرې غندنه وکړه چې د ډيرانونو په شان د هېوادونو په توګه افريقايي هېوادونه ياد کړل. د ټرمپ له خبرو څخه د امريکا د تګلارو بده څېره او نژادي سپکاوی او دوښمنۍ رويه څرګندېږي او داسې تګلارې ښايي د لا زياتو کسانو پر ژوند باندې منفي اغيزې وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای