CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د دسپلين د نولسمې دورې مرکزي کميټې دوهمه عمومي غونډه پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-13 16:21:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د دسپلين د نولسمې دورې مرکزي کميټې دوهمه عمومي غونډه د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه او د دغې غونډې د پای ته رسېدو مراسم د ۱۳مې نېټې په سهار تر سره شول.

په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوي چې په نوې زمانه کې د ښاغلي شي جين پينګ د چيني ځانګړتيالرونکو سوسياليستي افکارو تر لارښوونې لاندې دې وي، د نولسم ملي کانګرس ستراتېژي دې پلې شي، د ګوند په مرکزي کميټې او هره ساحه کې دې د عمومي منشي شي جين پينګ مرکزي مقام وساتل شي، د مرکزي کميټې صلاحيت او عمومي لارښوونه دې وساتل شي، د ګوند د جدي اداره کولو او په ثابته توګه د کار د تر سره کولو په اړه اصول دې ټينګ شي، د ګوند د منشور او د نولسم ملي کانګرس د رويې د پلې کولو حالات دې تر څارنې لاندې وي، په هره ساحه کې په تېره بيا په سياسي برخه کې د ګوند ابادۍ دې پياوړې شي، د فساد پرضد د مبارزې او د ګوند د دود د پاکولو لپاره د هېواد د څارنې سيستم دې اصلاح شي، تر څو په چين کې د شتمنې او سمسورې ټولنې د جوړولو لپاره زمينه برابره شي.

په دغه غونډه کې د ښاغلي جاو له جي لخوا د دغې کميټې کاري راپور تصويب شو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای