CRI Online

د امريکا د ماليې وزير: امريکا به د ايران له اټومي تړون سره سره پر ايران نور زيات بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-13 16:46:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزير ستيون تېرنر منوچين د جنوري په ۱۱مه نېټه وويل، امريکا به د ايران پر اټومي تړون سر بېره پر ايران نور زيات بنديزونه ولګوي.

منوچين په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، امريکا پر ايران يو لړ بنديزونه لګولي دي، په راتلونکې کې به پرې د بشري حقونو د سرغړونو په نوم نور زيات بنديزونه ولګوي. هغه وويل، د ايران د اټومي مسئلې په اړه د امريکا دريځ ډېر څرګند دی چې د ايران د اټومي تړون د ايران بالستيک توغندي نه شي محدودولی. نو دا تړون بايد کتنې او سمولو ته اړتيا لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای