CRI Online

د باميان خپګان او بيا ترو تازوالی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-13 19:11:28

د جنورۍ په يوولسمه نېټه، په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ په کابل کې د چين سفارت په مقر کې د باميان له والي طاهر ظهير سره وکتل.

(سفير ليو له والي ظهير سره د خبرو په حال کې دی )

ظهير وويل، چې د تېر کال په سپتمبر کې مې د چين په دون هوانګ کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د فرهنګونو د دوهمې دورې په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی و او د باميان ولايت او ګان سون ولايت ترمنځ د دوستانه او وروګلوۍ اړيکو تړون مې لاسليک کړ. د دون هوانګ په اړه ښکلې خاطرې او د هغه ځای د طبيعي چاپيريال او تاريخي کلتور سره د اشنايۍ احساسات لرم، د دون هوانګ موه ګاو سمڅې د باميان له بودا بتانو سره ډېرې ورتوالی لري.

نوموړي وويل، چې باميان ولايت غني فرهنګي اثار لري، په تيره بيا نقاشي او بودا بتان يې مشهور دي. له بده مرغه، د استعمار او جګړو له امله ځايي کلتوري اثار څو ځلې غلا او لوټول شوي. ډېره د خواشينۍ وړ دا ده چې د باميان بودا بتان په ۲۰۰۱ کال کې ويجاړ شول، دا زما او د باميان ولايت د ټولو خلکو په زړه کې يو دايمي درد دی. اوس موږ د باميان بودايي بتانو د بيا رغونې په هڅه کې يو، تر څو د باميان بودا بتان د چين د دون هوانګ له موه ګاو سمڅو سره يو ځای د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو ځل بيا ځلانده شي. هيله لرم چې د چين حکومت، تصدۍ او اړوند کارپوهان په دې برخه کې له موږ سره مرستې او همکاري وکړي.

هغه وويل، هيله لرم چې چين د بادونو او لمريزې انرژۍ په وسيله د بريښنا توليدولو په برخو کې له باميان سره مرستې وکړي . د چين د سړکونو او پلونو شرکت د باميان ولايت او سمنګان ولايت ترمنځ د لارې د بشپړولو پروژه پر غاړه اخيستې چې له امله يې د باميان ولايت خلکو د ژوند سويه لوړه شوې ده. له دې امله ستاينه کوم او وايم چې د چيني تصديو موثريت لوړ دی، چيني کارکوونکي زحمتکښ دي او دوی د ځايي ديني دودونو درناوی کوي.

(سفير ليو والي ظهير ته د چين د شان شي ولايت د يون ګانګ سمڅو د ورپېژندلو په حال کې دی)

د چين سفير ليو د باميان ولايت والي ظهير ته د چين د شان شي ولايت د يون ګانګ سمڅو د انځورونو کتاب ښکاره کړ او و يې ويل، چې د يون ګانګ په سمڅو کې بودا بتان په ښه توګه ساتل کيږي، دا د باميان د بودا بتانو د ترميم لپاره مهمه نمونه ګرځيدلی شي.

سفير ليو وويل، چې چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هڅه کې دي، باميان ولايت په دې بهير کې خپل غوره والی کارولی شي او د کلتور، ښوونې او سيلانۍ په برخو کې دې بهرنۍ همکارۍ پياوړې کړي او په امنيت، ورخلاصون او کلتوري چاپيريال کې دې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ومومي.

سفير ليو زياته کړه چې پاکې انرژۍ او نوۍ انرژۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکو همکاريو کې مهمه برخه ده، افغانستان اړتياوې او بازارونه لري، چين تکنالوژي، سامانونه او تجربې لري، هيله لرم چې په دې برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري لومړی په باميان کې پيل شي. د چين سفارت هيله لري چې د تاريخي اثارو د ترميم او ساتنې په برخو کې له باميان ولايت سره مرستې وکړي، د چين اړوندې علمي او کلتوري اورګانونه به وهڅول شي چې په باميان کې پلټنې وکړي او همکاري وکړي. د نړيوالو په زړه کې د باميان بتان نه دي ويجاړ شوي، باور لرم چې باميان به بيا د ورېښمو په لاره کې يوه ځلانده مرغلره وګرځي. ظهير مننه څرګنده کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای