د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د ايران د ذروي تړون په اړه يوه تازه اعلاميه خپره کړه. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د همدې ورځې په شپه په ټويټر کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ياد تړون ته د زيان رسولو په اړه د امريکا تلاش به ځايه وي.
نوموړي وويل، چې د ټرمپ له تګلارې او نننۍ اعلاميې څخه څرګندېږي چې دغه تړون ته د زيان رسولو په اړه کړه وړه او تلاش به ځايه وي. دغه تړون د بيا مشورې او خبرو وړ نه دی. امريکا بايد ايران ته ورته خپلې ژمنې پلې کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |