CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره ټليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-13 21:14:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ په ديارلسمه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې اوس له روندا څخه په خپله رسمي ليدنه بوخت دی، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په بلنه سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو په عمده توګه د ايران د ذروي تړون په اړه د امريکا د تازه اعلاميې په باب د نظريو تبادلې وکړې.

وزير وانګ يي وويل، چې ياد تړون د م م د امنيت شورا لخوا په رسمي توګه منل شوی نړيوال تړون دی، د دغه تړون ساتل او پلی کول د اړوندو هېوادونو مسؤليت دی او د نړيوالې ټولنې له ګډې هيلې سره سمون خوري. څرنګه چې د دغه تړون ساتل به د ذروي وسلو د نه خپرېدو د نړيوال سيسټم د ساتلو، د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو او د نورو نړيوالو تودو مسئلو د حلولو لپاره ګتور وي. اوس د دغه تړون پلی کول له ټاکل شوي مدار څخه نه دی وتلی، خو ځينې پيچلي عوامل لا هم موجود دي. چين هيله لري چې ايران سړه سينه وساتي او په پر له پسې توګه خپله دنده پر غاړه واخلي. چين به د ايران په شمول له اړوندو خواوو سره نژدې تماس ونيسي او د دغه تړون د ساتلو او پلي کولو لپاره به رغنده رول ولوبوي.

وزير ظريف د ښاغلي وانګ يي د دغه دريځ څخه ملاتړ او مننه څرګنده کړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای