CRI Online

وانګ يي: د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ به د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-14 15:13:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روندا په پلازمينه کيګالي کې د دغه هېواد له ولسمشر پاول کاګامي سره له خبرو اترو نه وروسته خبري رسنيو ته د چين او افريقا د همکاريو فورم د راتلونکې سرمشريزې غونډې په اړه معلومات شريک کړل چې سږ کال به په چين کې تر سره شي.

وزير وانګ يي وويل، چې دغه فورم د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ د ډله ييزو خبرو اترو او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاريو د ژورتيا يوه مهمه لاره ده او په نړۍ کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ ډېره لويه او مؤثره همکاريزه صحنه هم ده. درې کاله مخکې دغه فورم په جوهانيسبورګ کې په بريالۍ توګه تر سره شوې و. سږ کال به نوې دورې فورم په چين کې تر سره شي. چين د افريقايي هېوادونو د هيلو له مخې پريکړه کړې ده چې د سرمشريزې غونډې په کچه د دغه فورم درجه لوړه کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د دغه فورم د افريقايي رئيسه هېواد جنوبي افريقا ولسمشر به د غړيو هېوادونو مشرانو ته ګډې بلنې ورکړي. لنډه موده مخکې مې د روندا ولسمشر کاګامي ته بلنه ورکړه او هغه په خوشحالۍ سره دغه بلنه ومنله. هغه به د روندا د ولسمشر او د افريقايي هېوادونو ټولنې د نوبتي رئيس په توګه په دغه غونډه کې برخه واخلي. موږ غواړو له افريقايي دوستانو سره لا نژدې تګ راتګ او ډيالوګ وکړو، تر څو د بېجينګ سرمشريزه غونډه د جوهانيسبورګ غونډې په نسبت لا بريالۍ شي.

وزير وانګ يي زياته کړه چې موږ بايد د يو کمربند او يوې لارې پلان تر ۲۰۳۰م کال پورې د م م له پر له پسې پرمختيايي جريان او تر ۲۰۶۳م کال پورې د افريقايي هېوادونو ټولنې له جريان سره ونښلوو او بايد دغه پلان تر ۲۰۲۰م کال پورې د روندا په شمول د بېلا بېلو افريقايي هېوادونو له پرمختيايي ستراتيژيو سره وتړو. په دې مناسبت به د افريقا پرمختګ د چين له پرمختګ، د اسيايي او اروپايي لويو وچو له سمسورتيا او د سيمه ييز يووالي او اقتصاد د نړيوال کېدو له بهير سره همغږي وشي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای