CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ايران د ذروي تړون په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-14 15:25:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د ايران د ذروي تړون په اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، دغه تړون د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره لاسليک شوی دی، نو بېلا بېلې خواوې بايد له دغه تړون څخه ملاتړ وکړي.

ځينې خبريال پوښتنه وکړه چې د جنورۍ په ۱۳مه نېټه امريکا د ايان د ذروي تړون په اړه يوه اعلاميه خپره کړه. چين په دې اړه څه نظر لري؟

وياند لو کانګ وويل، موږ دغه اعلاميې ته پاملرنه کړې ده، په تېره بيا دې ته پام کوو چې امريکا په مداومه توګه په ذروي ساحه کې پر ايران باندې بنديزونه ځنډولي دي. نړيواله ټولنه له دغه تړون څخه ملاتړ کوي او د دغه تړون د پلي کولو په برخه کې د ايران کوښښ مني. چين تل له دغه تړون څخه ټينګ ملاتړ کوي. زموږ په اند، دغه تړون د څواړخيزې غوښتنې يوه مهمه پايله ده او له ډيپلوماتيکې لارې چارې د نړيوالې تودې مسئلې د حلولو په اړه يوه نمونه هم ده. د دغه تړون پلي کول د منځني ختيځ د سولې او ثبات د ساتلو او د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيستم د ساتلو لپاره مهم واقعی ارزښت لري او د مختلفو خواوو له اساسي ګټو سره سمون خوري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای