د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين سيرګي ريابکوف د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په مسکو کې وويل، روسيه د ايران د ذروي تړون په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه اعلاميې منفي اړخونو ارزونه کوي چې د جنورۍ په ۱۲مه نېټه يې خپره کړه، او له نورو اړوندو خواوو څخه غواړي چې په پر له پسې توګه دغه تړون پلي کړي.
د روسيې تاس اژانس په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې معين ريابکوف وويل، چې ياد تړون د بېلا بېلو خواوو د نظريو د څرګندولو لپاره يو سم او مؤثر تړون دی، خو د ايران په مقابل کې د امريکا د ځينو کسانو او ساحو د دوښمنۍ رويې له امله دغه تړون د امريکا له شک سره مخامخ دی.
نوموړي زياته کړه چې دغه تړون دې بدل نه شي او روسيه به د امريکا د اړوندو کړو وړو مخه ونيسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |