د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ځواکونو د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د سوريې د الېپو ولايت د افرين په سيمه کې د کرد وسله والو پر څو موخو باندې د توپونو ډزې وکړې.
د ترکيې د خبري رسنيو د خبر له مخې، ترکي ځواکونو په خپل هېواد او د سوريې په قلمرو کې له دوو مواضعو څخه د کرد د ډيموکراتيک اتحاد ګوند او د کرد د کارګر ګوند پر موخو باندې د توپونو لږ تر لږه ۳۶ ګولۍ واورولې.
په همدې ورځ د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ايلازيګ په ولايت کې په يوه غونډه کې وويل، که په افرين سيمه کې د کرد وسله وال سمدلاسه حکومت ته تسليم نه شي، ترکي ځواکونه به دغه وسله وال تار په تار کړي. که څه هم امريکا په پر له پسې توګه د سوريې په قلمرو کې د کرد له وسله والو څخه ملاتړ کوي، ترکيه به د خپل امنيت د ساتلو لپاره يواړخيز پوځي عمليات تر سره کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |