د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق يوه امنيتي چارواکي چې نوم يې معلوم نه دی، د جنورۍ په ۱۳مه نېټه وويل، د عراق حکومتي پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په شمال کې د صلاح الدين ولايت د توز خورماتو په ښار کې د ځايي امنيت او نظام د ساتلو لپاره په عملياتو پيل وکړ.
نوموړي وويل، د ترهګرۍ پرضد د حکومتي پوځ ځينې ځواکونه او ځايي پوليس د دغه ښار په عمده لارو کې ځای پر ځای شوي دي. څرنګه چې په تېرو څو ورځو کې په دغه سيمه کې د کرديانو په مقابل کې څو بريدونه او چاودنې وشوې، نو حکومتي پوځ به په دې سيمه کې د پلټنې عمليات تر سره کړي او هغه وسلې ټولې کړي، کوم چې ثبت شوې نه دي. يادې وسلې به راټولې شي او له پوځ نه پرته هيڅوک به وسلې نه شي ګرځولی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |