CRI Online

ماکرون: بېلابېلې خواوې بايد د ايران اټومي تړون مراعات کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-14 17:26:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د جنوري په ۱۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل، په همدې ورځ د فرانسې ولسمشر ماکرون د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نېتانياهو سره پر تليفون د ايران د اټومي مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې. ماکرون د ايران د اټومي تړون د ساتنې پر ارزښت باندې ټينګار وکړ او وويل چې بېلابېلې خواوې بايد په ياد تړون کې ژمنې تر سره کړي.

د يادې اعلاميې له مخې، ماکرون او نېتانياهو وويل، چې بايد د ايران د توغنديو د پلان او د سيمه ييزو عملياتو په اړه د فرانسې وړانديزونه پلي شي. د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر د امريکا نيويارک کې د م م دعمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون په وخت کې ماکرون ويلي و، چې د ايران له اټومي تړون څخه سرغړونه مسئولانه نه دي. د ايران د توغنديو د توغولو په اړه د څارنې لپاره ياد تړون اصلاح کېدلی شي، خو د تړون تر تضمين لاندې محتويات نه شي له منځه وړل کېدلای.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای