د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ارنا اژانس خبر ورکړ چې د ايران د پارلمان مشر علي لاريجاني د جنورۍ په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د ايران پارلمان د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه لاسليک شوي هراړخيز تړون په جوړښت کې هيڅ ډول بدلون نه مني.
نوموړي په همدې ورځ په تهران کې د پارلمان په عمومي غونډه کې وويل، چې د ايران د ذروي تړون په اړه د امريکا د ولسمشر ټرمپ خبره د دغه نړيوال تړون ويجاړول دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |