د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق لومړي وزير حيدرالعبادي د راتلونکې مې مياشتې د پارلمان د ټاکنو لپاره د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د شيعه ګانو له عمده ډلو سره ايتلاف جوړ کړی دی.
د عراق د شيعه ډلې مشهور شخصيت محمد الروبايي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د حيدرالعبادي په مشرۍ د بريالي ايتلاف په نوم ډلې د هادي الاميري په مشرۍ له فتح اتحاد سره د انتخاباتو همکاريزه هوکړه لاسليک کړه.
د عراق د پارلمان ټاکنې به د روان کال د مې په ۱۵مه نېټه ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |