CRI Online

د تايلنډ د پي پي ټاپو په سمندرګي کې د يوې ګړندې بېړۍ د چاودنې له امله څو چينايي سيلانيان ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2018-01-15 11:21:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ټايلنډ په سونګخله کې د چين کونسلګرۍ د جنورۍ په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، په همدې ورځ يوه ګړندې بېړۍ چې پکې ۲۷تنه چينايي سيلانيان سپاره وو، د پي پي ټاپو په سمندرګي کې وچاودېده چې له امله يې ۵ تنه چينايان سخت ټپيان شوي. اوس ټول ۲۷تنه چينايي سيلانيان ژغورل شوي او سخت ټپيان کسان روغتون ته ليږدول شوي دي، د دوی حالت مرګونی نه دی.

اوس د دې پېښې په اړه پلټنه روانه ده، د ټايلنډ ځايي پوليس او ژغورونکي ډله د پېښې په شاوخوا سيمه کې په ژغورنه بوخت دي.

د تايلنډ خبري رسنيو د خبر له مخې، په دې بېړۍ کې يو تايلنډی د چاودنې له امله مړ شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای