CRI Online

چين بايد د تاريخي فرصت په کارولو سره پرمختګ ومومي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-15 11:24:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو ورځپاڼې د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د خپل ليکوال لخوا يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی، چين بايد د تاريخي فرصت په کارولو سره پرمختګ ومومي.

په دې مقاله کې راغلي، رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د څېړنې او بحث د يو ټولګي په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او و يې ويل، اوس چين په يوه ګټوره تاريخي موده کې دی. سږ کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی، ۲۰۱۹ کال به د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر وي. په ۲۰۲۰ کال کې به چين کې يوه پوره شتمنه ټولنه جوړه شي. ۲۰۲۱ کال به د چين د کمونېست ګوند د قايمېدو له سلمې کاليزې سره برابر وي او داسې نور.

ويل کېږي چې د چين په مخ ډېره ګټوره تاريخي موده ده، چين به د دې تاريخي فرصت په کارولو سره د پرمختګ ستر برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای