CRI Online

سفير ليو شياو مينګ په بريټانيا کې د چيني تصديو له استازو سره يوه مباحثوي غونډه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-15 14:38:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په بريټانيا کې د چين سفير ليو شياو مينګ د چين په سفارت کې د چيني تصديو له استازو سره يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه. د چين بانک، د چين د ټيلکام شرکت او د هوا وې شرکت په شمول څه باندې شلو چيني شرکتونو مسئولانو او په بريټانيا کې د چين د خلکو بانک په شمول د ځينو ارګانونو استازو په دې غونډه کې برخه درلوده.

سفير ليو وويل، ۲۰۱۸ کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی او هم د چين او بريټانيې ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره هڅونکي کال دی. چين او بريټانيا د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړتيا ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. هيله ده چې چيني تصدۍ له دغه تاريخي ګټور فرصت څخه ګټې واخلي او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ ساحې لا نورې پراخې کړي او د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د همکارۍ نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای