CRI Online

د ليبريا ولسمشر يلن جونسن سيرليف له خپل ګوند څخه ګوښه شو

cri     (GMT+08:00) 2018-01-15 14:44:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ليبريا واکمن يووالي ګوند د جنورۍ په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ، د دې هېواد ولسمشر يلن جونسن سيرليف په ولسمشريزو ټاکنو کې د خپل ګوند له کانديد څخه ملاتړ و نه کړ، خو د ده له سيال څخه يې ملاتړ وکړ، د ده دغه عمل له ګوندي مقرراتو څخه سرغړونه ده، نو هغه له خپل ګوند څخه ګوښه شوی دی.

د يووالي ګوند وياند محمد علي په همدې ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې دغه ګوند د جنورۍ د ۱۳مې نېټې په شپه د سرليف غړيتوب لغوه کړ. د دې تر څنګ، دوه حکومتي چارواکي چې له سرليف څخه ملاتړ کوي، هم له دې ګوند څخه ګوښه شول.

سيرليف د مسلسلو دوو دورو لپاره د دې هېواد د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او د ده د اوسني ماموريت موده به د روانې مياشتې په پای کې ختمه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای