د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جنورۍ په ۱۴مه نېټه په رام الله کې يو ځل بيا دا خبرې تکرار کړه چې فلسطين امريکا نه مني چې د فلسطين او اسراييلو ترمنځ شخړې په منځګړيتوب کې ګډون وکړي.
عباس وويل، امريکا د فلسطين مسئلې په اړه د م م په اړوندو خبرو اترو کې د ۴۳ ځلو لپاره د ردونې حق کارولی و. فلسطين به په تکرار سره له م م څخه غوښتنه وکړي چې د فلسطين هېواد ومني او د فلسطينيانو قانوني حقونه وساتي.
د فلسطين ازادي بخښونکي سازمان د جنورۍ د ۱۴مې نېټې په شپه دوه ورځنۍ بېړنۍ غونډه پيل کړه او په ۱۵مه نېټه به د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا، اسراييلو او فلسطين او اسراييلو ترمنځ د سولې په اړه خپل تازه دريځونه څرګند کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |