د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پيرو د ملکي ناورينونو سره د مقابلې ادارې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه وويل، د همدې ورځې په سهار د دې هېواد د اريکيپا سيمې ته نږدې سمندرګي کې ۶.۸ درجه زلزله وشوه او تر اوسه پورې له امله يې د دوو تنو مړينې خبر ورکړل شوی دی.
د پيرو د نړۍ د فزيک څېړنيزې ادارې خبر ورکړ، د دې زلزلې مرکز اريکيپا ايالت ته نږدې سمندرګي کې و او د زلزلې ژوروالی ۴۸ کيلومتره و. ځيني کورونه د دې زلزلې له امله ړنګ شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |