د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د تجارتي پرمختګ ټولنې د جنوري په ۱۵مه نېټه وويل، په بهرنيو هېوادونو کې د څانګو شمېر يې ۳۴ ته رسېدلی دی چې د يو کمربند او يوې لارې د شاوخوا او د ګردې نړۍ لپاره يوه بهرنۍ کاري شبکه جوړه شوې ده.
د چين د تجارتي پرمختګ د ټولنې مرستيال لو پنګ چي په همدې ورځ بېجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، په ۲۰۱۷ کال کې دغې ټولنې د چيلي، جنوبي افريقا، مصر، تايلند او قزاقستان په شمول ۱۰ هېوادونو کې بهرنۍ څانګې جوړې کړې چې پنځه وچې پکې شاملېږي.
لو پنګ چي وويل، تر ۲۰۲۰ کال به د چين د تجارتي پرمختګ د ټولنې د بهرنيو څانګو شمېر ۶۰ ته ورسېږي چې د تجارت او پانګونې په ډګر کې د چين له مقام سره برابره بهرنۍ کاري شبکه جوړه شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |