د سين هوااژانس د خبر هل مخې، د امريکا د ترافيکي چارو وزيرې جاو شياو لان د جنورۍ په ۱۴مه نېټه وويل د ډونالډ ټرمپ حکومت پلان لري چې د روان کال په دوبي کې په اتوماتيکه توګه د موټرو چلولو نوی لارښوونکی سند خپور کړي تر څو په اتوماتيکه توګه د چلېدونکو موټرو د څيړنې او توليد لپاره د موټرو توليد فابريکو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړې وويل نوی لارښوونکی سند نه يوازې په اتوماتيکه توګه د موټرو چلولو مسئلې حلولی شي بلکي د بسونو او مېترو په شمول د ترافيکي سيستم لپاره په اتوماتيکه توګه د چلولو تکنالوژي د کارولو لپاره ډېر خنډونه ليرې کولی شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |