CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له دې سره مخالفت وښود چې په افريقا کې د چين سرمايه د افريقايي هېوادونو قرض زياتوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-15 16:25:58

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د انګولا د بهرنيو چارو له وزير مانويل دومينګوس اوګوستو سره له خبرو اترو وروسته يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه. وزير وانګ يي په خبري ناسته کې افريقايي هېوادونو ته د چين د مالي ملاتړ په هکله دري بنسټيز اصول ياد کړل او له هغه نظر سره يې مخالفت وښود چې په افريقا کې د چين پانګونه د افريقايي هېوادونو فرض زيات کوي.

په خبري ناسته کې خبريال وويل چې په نړيوالو رسنيو کې دا خبر خپور شوی چې چين د انګولا په شمول افريقايي هېوادونو ته مالي ملاتړ برابر کړی،خو د دغو هېوادونو قرض زيات شوی، نو چين د دې تر شا سياسي موخه لري. وانګ يي په دې اړه وويل دغه خبر بل نيت لري او بيخي له واقيعتونو سره سمون نه لري. په دې وروستيو کلونو کې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ د پرخوالي او نژديوالي سره سره په افريقايي هېوادونو کې د چين لخوا راغونډې شوی سرمايې زياتې شوې. خو چين په دې بهير کې تل د دغو بنسټيزو اصولو مراعات کړی. وانګ يي وويل (اواز)

لومړی د افريقا د پرمختګ د غوښتنو غبرګون ښودل دي. هر هېواد د اقتصادی پرمختګ او د صنعتي کيدو په پيل کې زياتو پيسو ته اړتيا لري، افريقا هم له دې جملې څخه ده. چين د افريقايي هېوادونو د غوښتنو له مخې تر وسې پوري ورته مالي ملاتړ برابر کړی او د دغو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په ترڅ کې يې لازم رول لوبولی چې د دغو هېوادونو لخوا پيژندل شوی او هرکلی يې کړی دی.

دغه راز چين افريقايي هېوادونو ته د مالي ملاتړ ورکولو په وخت کې هيڅ اضافي شرايط نه غواړي. وانګ يي وويل د افريقايي هېوادونو په شان پخوا د چين اقتصاد د نورو هېوادونو تر کنټرول لاندې و او په ناعادلانه چلنج ځپل شوی حتا استثمار شوی و. وزير وانګ يي وويل (اواز)

چين له افريقايي هېوادونو سره د مرستې او همکارۍ په ترڅ کې د لويديځو هېوادونو په شان نه دی چې ورباندې فشارونه واچوي. چين تل د افريقايي هېوادونو درناوی کوي او ورسره مرسته کوي چې وجدان ته په لومړيتوب ورکولو سره ګټو او وجدان ته دواړو ته پاملرنه کوي.

دريم دا چې چين تل د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر اصولو ټينګار کړی. د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ اصلي اهميت د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکاري ده چې يوه مهمه ځانګړتيا يې په سالم ډول د يو بل چلنج کول او د ګډو ګټو تر لاسه کول دي. يوازي په همدې لارې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ به دوام او ګډ پرمختګ ومومي. وزير وانګ يي وويل (اواز)

چين افريقايي هېوادونو ته د مالي ملاتړ ورکولو مخکې په جدې توګه څيړنې کوي او بيا د بازاري کيدو کارونه کوي ځکه تر څو دا تامين شي چې هره همکاريزه پروژه وړ اقتصادي او ټولنيزې لاس ته راوړنې ولري.

وزير وانګ يي وويل اوس د ځينو افريقايي هېوادونو اوږد مهاله قرضونه راغونډ شوي او د دغې مسئلې حلولو لاره روښانه ده چې پر دواملرونکې لارې ګام ووهل شي او په هراړخيزه توګه اقتصادي پرمختګ وشي او په افريقا کې په خپله د پرمختګ توان پياوړی شي. وانګ يي وويل (اواز)

موږ په خوشحالۍ دا وينو چې تير کال د افريقا اقتصاد بيا پرمختګ وکړ او افريقايي هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ اهميت پيژندلی دی. نو د افريقا پرمختګ له ځان سره ډېرې هيلې لري.

وزير وانګ يي وويل په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي يوازې پښې مالومې دي ، خو بوټونه سم دي که نه ، نو افريقا په خپله پوهيږي چې له چين سره همکاري ګټوره ده که نه. (اواز)په چين کې يوه بله اصطلاح هم شته چې وايي اخلاق د انسانانو په زړونو کې پاک دي. څوک له افريقا سره ښه مرسته کوي؟ څوک د افريقا ‌ډېر د باور وړ ملکري دی؟ نو د افريقايانو په زړونو کې عادلانه نتيجه شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای