د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د عامه امنيت ادارې د جنورۍ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې په چين کې د موتوريزو عراده جاتو شمېر ۳ سوو او لسو مليونو ته رسېدلی دی او په دې جمله کې د موټرونو شمېر دوه سوه اوولس مليونه دی. د چلوونکو عمومي شمېر درې سوو پنځه اتيا مليونو ته رسېدلی دی.
د حکومتي خبر له مخې، د چين د اقتصاد او ټولنې له ګړندي پرمختګ سره، د موتوريزو عراده جاتو شمېر په ګړندي توګه زيات شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |