د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لوکانګ د جنوري په ۱۵مه نېټه بېجينګ کې وويل، چين به په پرله پسې ډول له خپلو تصديو څخه ملاتړ وکړي چې د مساواتو او ګډو ګټو پر اصولو د نورو هېوادونو په اساسي تاسيساتو کې ګډون وکړي.
په ۱۲مه نېټه د کرواتيا د ترانسپورټ ادارې وويل چې د چين د لارو او پلونو تصدۍ د پېلجساک پل د جوړونکی په توګه ټاکل شوی. دا د چيني تصدۍ لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې د صندوق پروګرام يې تر لاسه کړ.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |