د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د روغتيا ادارې د جنوري په ۱۵مه نېټه وويل، د دغه هېواد د پلازمېنې بغداد په مرکز کې د دوو چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او ۹۱ تنه ټپيان شوي دي.
د يادو چاودنو د پېښې سيمې په اړه د روغتيا ادارې مسئول وويل، څو روغتونونه اوس د خپل توان په اندازه کارونه کوي چې اکثريت ټپيان لومړۍ پرده شوي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت يو مامور وويل، د ۱۵مې نېټې په سهار د بغداد په مرکز کې فضايي ډګر کې دوې چاودنې پېښې شولې چې دوه ځانمرګو بريدګرو د يو شمېر ودانيزو کارګرانو په شاوخوا کې خپل بمونه وچاول.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې د يادې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخليستی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |