CRI Online

دواړه هېوادونه د شمالي کوريا هنري ډلې جنوبي کوريا ته د سفر په اړه موافقې ته ورسېدل.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 10:47:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، جنوبي کوريا او شمالي کوريا د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه په پانمونجون کې خبرې اترې وکړې، دواړه خواوې دې موافقې ورسيدل چې د پيونګ چانګ د المپيک په ژمنيو لوبو او د پرالمپيک په ژمنيو لوبو کې به د شمالي کوريا هنري ډله په جنوبي کوريا کې نندارې وړاندې کړي.

د جنوبي کوريا د يووالي چارو وزارت په همدې ورځ وويل چې د شمالي کوريا سامجيون د ارکسترا ډلې ۱۴۰ تنه به جنوبي کوريا ته لاړ شي او دوی به په ګانګنونګ او سيول کې نندارې وړاندې کړي. جنوبي کوريا به د شمالي کوريا هنرې ډلې لپاره لازمې اسانتياوې او امنيت ساتنې لپاره ترابير ونيسی. د شمالي کوريا څېړنې پلاوی به ژر تر ژره جنوبي کوريا ته سفر وکړي. دواړه خواوې به د نندارې ځای، ډګر، سامانونو او نورو برخو په اړه د پانمونجون له لارې خبرې اترې وکړې.

جنوبي کوريا او شمالي کوريا د روانې مياشتې د ۹مې نېټې په شپه په پانمونجون کې لوړپوړې خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د پيونګ چانګ د المپيک په ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون او د دواړو خواوو د پوځي ارګانونو ترمنځ د خبرو اترو په اړه موافقې ته د رسېدو خبر يې ورکړی و. دواړو خواوو پر دې ټينګار کړی و چې په بېلا بېلو ساحو کې به خبرې اترې وکړي او د خبرو اترو له لارې به مسئلې حل کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای