CRI Online

پر کابل د سکر توغندي بريد وشو

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 10:56:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ د ۱۵مې نېټې په شپه پر کابل د سکر توغندي بريد وشو، توغندی د کابل لسمه امنيتی حوزه کې د کاناډا سفارت ته نږدې غورځېدلی. تر اوسه پورې د مرګژوبلې په اړه راپور نه دی خپور شوی.

د افغانستان پژواګ خبري اژانس خبر ورکړی چې د سکر توغندي له بريد وروسته په ياده حوزه کې يوه چاودنه هم وشوه . تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای