د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين تجارت هڅوونکي کمېټې د جنورۍ په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې خبر ورکړ چې په شانګهای کې د ازاد تجارت د ازمويښتي سيمې په شمول يوولسو سيمو کې خدمتي ارګانونه په روانه مياشت کې په کار ولوېدل.
د يادې کمېټې مرستيال لو پنګ چي وويل، د دغو خدمتي مرکزونو عمده رول تجارت او پانګونه هڅول، د سوداګريزو چارو لپاره قانوني خدمتونه برابرول، د تجارت او سوداګرۍ هڅوونکي سيسټم سرچينې راغونډول او داسې نور. ويل کېږي چې دغه خدمتي مرکزونه د دغو ازمويښتي سيمو پرمختګ د هڅولو او د دغو سيمو له اصلاح او نوښت څخه د ملاتړ ډګرونه دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |