CRI Online

وانګ يي د ګابن له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 12:50:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۵مه نېټه، د ګابن ولسمشر علي بن بونګو اوديمبا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

ولسمشر بونګو د وانګ يي له لارې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. هغه وويل، په ګابن کې زياتې سرچينې شته او دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ ستر پټ ځواک لري. هيله لرم چې چين د ګابن د اعتماد وړ همکار په توګه د دې هېواد د پرمختګ په بهير کې په فعاله توګه ګډون وکړي. ګابن په افريقايي چارو کې د چين د مهم رول ستاينه او هر کلی کوي او د يو چين د پېژندې پر تګلارې به ټينګار وکړي.

ښاغلي وانګ يي بونګو ته د رئيس شي جين پينګ سلامونه وړاندې کړل. هغه وويل، چين له ګابن سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. دواړه خواوې بايد د خپلمنځي همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. چين غواړي د ګابن په وړتيا لرونکو برخو کې ورسره همکاري او ترې لازم ملاتړ وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای