د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې د پانګونې بانک مشر جين لي چون د جنورۍ په ۱۵مه نېټه په هانکانګ کې د اسيا په پولي فورم کې وويل، دغه بانک د چين بانک نه دی، بلکې يو څواړخيز نړيوال ارګان دی
هغه وويل، دغه بانک د چين لخوا تر وړانديز لاندې جوړ شوی چې ۵۷ بنسټ ايښودونکي لري. دغه بانک د نړيوال معيار له مخې روان دی او خپل مقررات لري. نوموړي زياته کړه، د دې بانک د جوړولو موخه د نړيوال بانک په شمول د نړيوالو پولي ارګانونو ته يو اضافي ارګان زياتول دي. اوس دغه بانک ۸۴ غړي لري او په راتلونکي کې به لا زياتو هېوادونو ته غړيتوب ور کړي شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |