CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالد ترمپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 14:45:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالد ترمپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې په تېر يو کال کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په ثابته توګه ساتل شوې او مهم پرمختګونه يې موندلي دي.په سالمه توګه د دغو اړيکو د پرمختګ ساتل د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې ګډه ه هيله هم ده.دواړه خواوې بايد د لوړې کچې او بېلا بېلې کچې تګ راتګ وساتي او د عالي رتبه ډيالوګ د څلورو ميکانيزمونو رول دې ولوبوي او په مساعد وخت کې به د دوهم پړاو ډيالوګ تر سره کړي.د چين او امريکا ترمنځ دوه اړخيزې سوداګريزې همکارۍ خلکو ته رښتينې ګټې رسولي او رسوي يي.دواړه خواوې بايد په ښه توګه د پاملرنې وړ سوداګريزې مسئلې حل کړي.

ډونالد ترمپ وويل چې امريکا له چين سره اړيکو او دوه اړخيزې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له چين سره د بېلابېلو کچو ترمنځ د تګ راتګ د زياتوالي او دوه اړخيزو اړيکو د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای