د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ليبيا د امنيتي او روغتيايي چارو څانګو خبر ور کړ چې د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه د دې هېواد په مرکز ترابلس کې د ميتيجا هوايي ډګر ته پر نژدې سيمې د بريد له امله ٨٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د هوايي ډګر ځانګړي عملياتي پوځ چې د دې هوايي ډګر د امنيت ساتنې دنده پر غاړه لري،په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د بشيرالبقره په نوم د مليشاوو ډلې د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
د ترابلس د پوځي روغتون مشر په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې د دې بريد له امله ٢٠ تنه وژل شوي او ٦٩ تنه نور ټپيان شوي دي.ښايي د مرګ او ژوبلې شمېر زيات شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |