CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير:د يو لړ نړيوالو مسئلو په هکله يې له چين سره نژدې او اغيزمنې همکارۍ کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 14:46:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د ٢٠١٧ کال لپاره د روسيې د ديپلوماتيکو کارونو په هکله يوه خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې له اوږدې مودې راهيسې روسيې د کوريا ټاپووزمې ، سوريې او د اروپا او اسيا ترمنځ د يو ځای کېدو په شمول د مهمو او سترو مسئلو په هکله له چين سره نژدې او اغيزمنې همکارۍ کړې دي.

لاوروف دې ته اشاره وکړه چې د کوريا ټاپووزمې مسئله په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو سخته او حساسه مسئله ګڼل کيږي.روسيې او چين د دې مسئلې د حل وفصل لپاره نقشه وړاندې کړې او په دوامداره توګه به د دې مسئلې په هکله د اړوندو خواوو ترمنځ له مستقيمو خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي.

د سوريې مسئلې په هکله نوموړي وويل چې روسيه او چينغوښتنه کوي چې د م م د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو پر بنسټ په سياسي لارو چارو سره دې دغه مسئله حل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای