د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه د خپل وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې يې د عراق په پلازمينه بغداد کې د ځانمرګو بريدونو سخته غندنه کړې ده.
د ګوټريس وياند ډوجارک وويل، چې د م م سرمنشي ګوټريس د دې ترهګريزو بريدونو سخته غندنه وکړه او د مړه شويو کسانو خپلوانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه او ټپيانو ته يې د ژر بيا او ښې روغتيا هيله وښودله. ګوټريس بيا څرګنده کړه چې م م به تل د عراق حکومت او خلکو څخه د ترهګرې پر ضد او د هېواد د بيا جوړولو په اړه ملاتړ وکړي.
د روانې مياشت په ۱۵ مه نېټه د عراق د پلازمينه بغداد په يو فضايي ډګر کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول. ويل کېږي چې دواړو ځانمرګو بريدګرو د ياد فضايي مرکز کارګرانو شاوخوا کې ځانه پورې تړلي بمونه الوځولي دي چې له امله يې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او ۹۱ تنه ټپيان شوي دي.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې د يادې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی، خو داعش په تېرو وختونو کې په عراق کې دغه شاه بريدونه تر سره کړي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |