د سين هوا اژانس د جنورۍ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، د تايلنډ د في في ټاپو سمندرګي کې د ګړندۍ بېړۍ د چاودېدو له امله سخت ټپيان شوي ۵چينايي سيلانيان د تايلنډ په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي خو د مرګ خطر نه لري. نور چينايي سيلانيان به له ټاکلي پلان سره سم چين ته راستانه شي.
د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه يوه ګړندې بېړۍ چې پکې ۲۷ تنه چينايي سيلانيان سپاره وو، د پي پي ټاپو سمندرګي کې وچاودېدله چې له امله يې ۲۷ تنه سيلانيان تر بېلا بېلې اندازې ټپيان شوي او پکې د ۵ تنو ټپونه ژور ښودل شوي دي. تر دې پېښې وروسته، د تايلنډ د سيلانۍ او سپورټ وزير ويراسک د کرابي روغتون ته لاړ او له ټپې شوو چينايانو څخه يې د حال او احوال پوښتنه وکړه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |